ګوټرېش: د خواړو نړیوال سیسټم مات شوی
CMG2023/07/26 11:32:38
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرېش د جولای په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د خواړو نړیوال سیسټم " نړېدلی"  او زیانمنې ډلې به یې قیمت ادا کړي او په وينا يې د خواړو د تولید او مصرف طریقې باید بدلې شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ٢٥مې نېټې په يوې عادي خبري غونډې کې ويلي، چې اوسمهال د نړۍ اقتصادي پرمختګ کمزوری دی او نړيوالې ننګونې يو بل پسې تړلې دي او په وينا يې، د بېوزلۍ او لوږې ستونزې په لېرې کولو کې برياليتوب نه دی رامنځته شوی.

نوموړې ويلي، نړيواله ټولنه بايد د خوراکي توکو خونديتوب ته ډېر اهميت ورکړي او د همکاريو له لارې بايد د اوسنيو ستونزو د حل اغېزمنې لارې ولټوي.

ماو نينګ ويلي، چې رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ نوښتي وړانديز کړی، چې د خوړو امنيت پکې د همکاريو له اتو مهمو برخو څخه يو دی.

نوموړې زیاته کړې، چين د G20 په چوکاټ کې د نړيوال خوراکي امنيت د همکاريو نوښتي وړانديز کړی دی او په وينا يې، چين د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په چوکاټ کې داسې پرمختيايي هېواد دی، چې تر نورو زياتې مالي مرستې، کارپوهان او پروژې يې برابرې کړې دي.

د ماو نينګ په خبره، چين له ۱۴۰ هېوادونو او سيمو سره کرنيزې همکارۍ کړي، پرمختيايي هېوادونو ته يې ۱۰۰۰ زراعتي ټیکنالوژۍ ورکړي، په ۸۰ پرمختيايي هیوادونو کې يې ۱۴۰۰۰ مسلکي او تخنیکي پرسونلونه روزلي دي، په افريقا کې يې د کرنې پراختیا او د بېوزلۍ کمولو ۱۳ کلي جوړ کړي او د کرنيزو توليداتو پرمختګ او د خوړو خوندیتوب وړتیاوو ته يې وده ورکړې ده. (ژباړه: شکريه)