د فلسطین روغتیا وزارت د جولای په ۲۵مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د اردن سيند د لوېديځې غاړې په نابلوس ښار کې ۳ فلسطینیان وژلي دي.
د فلسطین يوه امنیتي چارواکي رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي سرتېرو په همدې ورځ د فلسطينيانو پر یوه موټر ډزې کړي، چې له امله يې ۳ کسان وژل شوي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې په نابلوس ښار کې پر يوه شکمن موټر برید کړی او ۳ ترهګر يې پکې وژلي دي او له ياد موټر څخه يې ډېرې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
(هیله)