د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۴مې نېټې د هانکانګ د پې چياو منځني ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکو ته ځوابي پيغام لېږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې په اشارې ويلي، چې وطن پالنه د چيني ملت د روحيې اصلي بنسټ دی او هانکانګيان له هېواد او هانکانګ سره ډېره مينه او ښه دود لري، چې همدا د " یو هیواد، دوه نظامونه" تګلارې د پلي کولو مهم بنسټ دی.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې ټول زده کوونکي د نړيوال پرمختګ عمومي وضعيت ته په کتو، د هېواد د تاريخ، کولتور او اوسنيو ملي شرايطو په اړه ژوره پوهه تر لاسه او د وطن پالنې احساسات وساتي، مهارتونه او د لویو مسئوليتونو وړتياوې خپلې کړي او د لا ښکلي هانکانګ په جوړولو او بیا سمسورتيا کې مرسته وکړي.
د هانکانګ د پې چياو منځني ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکو په دې وروستيو کې رئيس شي جين پينګ ته يو ليک لېږلی او د وطن دوستۍ زده کړو په فعاليتونو کې يې د ګډون په اړه خپلې تجربې پکې بیان کړي او د هېواد او هانکانګ د لا سمسورتيا لپاره يې د کوښښونو هيله څرګنده کړې ده.
(ژباړه: شکريه)