روسیه: پر کریمیا ټاپووزمې د اوکراین د ډرونونو برید مو شنډ کړی
CMG2023/07/26 11:18:40
شريکول:

د روسیې دفاع وزارت د جولای په ۲۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اوکرایني ځواکونو غوښتل، د همدې ورځې په سهار وختي د ۱۷ ډرونونو په کارولو سره پر کریمیا ټاپووزمې بريدونه وکړي، خو روسي ځواکونو یې مخه نېولې ده.

د روسیې دفاع وزارت ويلي، چې ځواکونو يې په خپلو ايليکترونيکي تدبیرونو د اوکراين په يادو ۱۷ ډرونونو کې ۱۴ کنټرول کړي، چې په دې جملې کې ۱۱ يې په تور سمندر کې او ۳ يې په کریمیا ټاپووزمې کې غورځېدلي دي او پاتې ۳ نور ډرونونه يې د روسیې د هوايي دفاع سیسټم له لوري په نښه او ويجاړ شوي دي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ عمومي مدیر رافایل ګروسي د جولای په ۲۴مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې د دې سازمان کارپوهانو څو ورځې مخکې د زاپورژیا اټومي سټېشن څخه د څار په بهیر کې ماينونه پيدا کړي دي. (هیله)