نړیوال وجهي صندوق د جولای په ۲۵مې نېټې د نړیوال اقتصاد سږنۍ وړاندوینه 0.3 سلنه لوړه کړې، چې دا يې د تېر اپرېل د وړاندوینې په نسبت 0.2 سلنه لوړه ده.
ياد صندوق ويلي، چې د نړیوال اقتصاد پر وړاندې لا هم ډېرې ننګونې پرتې دي او د زياتوالي توان يې کمزوری دی.
نړیوال وجهي صندوق په همدې ورځ د نړیوال اقتصاد د پرمختګ وړاندوینې راپور خپور کړی او د نړیوال اقتصاد سږنی زیاتوالی يې 3 سلنه ښودلی دی، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله 0.5 سلنه ټيټ دی.
په دغه راپور کې د راتلونکي کال د اقتصادي زیاتوالي سرعت 3.0 ښودل شوی، چې دا يې له پخوانۍ وړاندوينې سره يو شان دی.
(هیله)