د ملګرو ملتونو د حسابونو تصفیې کمېټې خپله ۷۷مه نوبتي ناسته د جولای په ۲۵مې او ۲۶مه نېټې په نیویارک کې په خپل مقر کې ترسره کړې او د يادې کمېټې رئیس او د چین د حسابونو تصفیې ادارې مشر هو کای د دغې غونډې مشري کړې ده.
د غونډې ګډونوالو د ۲۰۲۲م مالي کال لپاره د ملګرو ملتونو د اړوندو ارګانونو او پروژو ۲۱ راپورونه ارزولي او د ملګرو ملتونو د تقنیني ارګان لخوا وړاندې شوې څو مسئلې يې څېړلې دي او د حسابونو تصفیې کمېټې لپاره یې د سږ کال د دوهمې نیمايي کارونه ترتیب کړي دي. (هیله)