د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له وانګ یي سره وکتل
CMG2023/07/27 11:14:41
شريکول:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای په ۲۶مې نېټې په انقره کې د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي سره کتلي او په یو لړ مسئلو ورسره غږېدلی دی.

وانګ يي دمګړۍ له ترکیې څخه په لېدنې بوخت دی.

اردوغان له نوموړي سره په خبرو کې د ترکیې او چین ترمنځ د همکاريو اهمیت له خپلمنځي حدودو څخه پورته بللی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار ولري.

نوموړي د چين پرمختګ نړۍ ته ګواښ نه دی بللی او هيله مندي يې ښودلې، چې له چين سره د لوړې کچې تبادلې پياوړې کړي او د سوداګرۍ، انرژۍ، سيلانۍ او نورو برخو کې ورسره همکارۍ ژورې کړي او خپلمنځي اړيکې ورسره نوې کچې ته ورسوي.

نوموړي د چيني تصديو هرکلی کړی، چې په ترکیې کې پانګونې وکړي.

اردوغان په خپلو خبرو کې د ارام سمندر حالاتو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې ترکيه د اسيا ارام سمندر سيمې کې د ناټو د فعاليتونو د پياوړتيا ملاتړ نه کوي او غواړي د نړيوالو او سيمه ييزو مسائلو او په ځانګړې توګه د اوکراين مسئلې په اړه له چين سره د نظر تبادلې جاري وساتي.

وانګ يي د خبرو په پېل کې ښاغلي اردوغان ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړي او نوموړي ته يې د ترکيې د نوي ولسمشر د بیا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده او د ترکيې له خپلواکۍ او پرمختيايي لارې څخه يې ټينګ ملاتړ کړی دی.

د نوموړي په وينا، چين له ترکيې سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او د ملي بيارغونې په برخه کې ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي.

وانګ يي زياته کړې، چين او ترکيه دې د اصلي ګټو په برخه کې يو بل ته پاملرنه او د سياسي متقابل باور د ټينګښت او ژورتيا لپاره هڅې وکړي او خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ دې نوې کچې ته ورسوي.

وانګ يي په همدې ورځ د ترکيې له بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان سره هم لېدلي دي.