د چين او جنوبي اسيا ۷م نندارتون به د اګست له ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې تر سره شي او منځپانګه به يې په يووالي، همکارۍ او ګډ پرمختګ ورټوله وي.
کارپوهان دغه نندارتون د چين او جنوبي اسيايي هېوادونو ترمنځ يو مهم اقتصادي او سوداګريز فعاليت بولي.
سږ کال د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د چين او جنوبي اسيا د نندارتون د پرانيستلو له ۱۰مې کليزې سره برابر دی او تر اوسه پورې د نړۍ ۶۰ هېوادونو او سيمو په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره نوملېکنه کړې ده.
د مالوماتو له مخې، د جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا او د رسيپ (RCEP) غړو هېوادونو نژدې ۱۰۰۰ تصدۍ به په دغه نندارتون کې برخه ولري.
د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير لي فې په يوې مطبوعاتي غونډې کې په اشارې ويلي، چې چين او جنوبي اسيا هېوادونه په تېرو لسو کلونو کې د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري.
(ژباړه: شکريه)