ولې امريکا په پر له پسې توګه د چين پر انټرنېټي شبکو بريدونه کوي؟
CMG2023/07/27 14:59:25
شريکول:

د جولای په ۲۶مه نېټه د چين د هو بۍ ولایت د ووهان ښار د بېړنيو پېښو ادارې او د عامه امنيت ادارې په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره ويلي چې د کمپيوټري ويروس د دفع دولتي مرکز او د ۳۶۰ شرکت د څارنې له مخې د امريکا حکومتي هېکرانو او ځينو غير قانوني عناصرو د دې ښار د زلزلې د څارنې مرکز پر ويبسایټ انټرنېټي بريد وکړ.

همدغه بريد هم په ۲۰۲۲م کال کې وشو. په همدې کال کې د ياد مرکز او شرکت د څارنې له مخې بهرنيو هکرانو د چين د شمال لوېديځ پر صنعتي پوهنتون انټرنېټي بريد وکړ. د څارنې راپور ښيي چې د امريکا د دولتي امنيت ادارې (NSA )د ځانګړو بريدونو دفتر (TAO) په وار سره د ۴۱ ډولونو انټرنېټي وسیلو له لارې ورباندې زر ځلې بريدونه کړي او ځينې کليدي معلومات يې تر لاسه کړي.

د چين  شمال لوېديځ صنعتي پوهنتون او د وو‌هان ښار د زلزلې د څارنې مرکز دواړه ملکي ارګانونه بلل کېږي، خو لاهم د امريکا د انټرنېټي بريدونو موخه ګرځېدلې ده. لکه څنګه چې د دې هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن ويلي و، په حقيقت کې امريکا غواړي چې په هر اړخيزه توګه نړيوالې انټرنېټي شبکې وڅاري.

هغه څېړونکي چې په نړۍ کې په انټرنېټي امنيت کې کار کوي، ګډ نظر لري چې امريکا غواړي په نړيوالو انټرنېټي شبکو کې باداري ولټوي، نو هغوی د خپلو ملګرو هېوادونو انټرنېټ هم څارلی دی. د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل د اوباما په مشرۍ د امريکا د وخت حکومت له خوا د خپل موبایل د څارنې په هکله پر امریکا احتجاج کړی و. په ورته وخت کې امريکا هم په پر له پسې توګه د اوکراين، د کوريا جمهوريت او اسرائيلو لوړ پوړي چارواکي څارلي دي. همدا د امريکا له خوا د انټرنېټي بادارۍ د ساتلو بېلګې دي.

د امريکا د څارنې په شبکه کې چين د دوی عمده موخه او قرباني دی. د ۱۹۹۹م کال په جون کې ريچارډسن جفري چې د امريکا پر استخباراتي معلوماتو څېړنه کوي، له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې چين د (FVEY) اتحاد د استخباراتي شبکې د څارنې لومړۍ موخه ده. په ۲۰۱۵م کال کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د نامعلومو چارواکو له قوله ويلي چې امريکا د چين د سترې برخې پر کمپيوتري شبکو زرګونه تېري کوونکي سيستمونه نصب کړي و.

د امريکا په اند د چين د څارنې پياوړتيا د ستراتيژيکو سياليو لازمه لاره چاره ده. امريکا غواړي چې د چين د پټو وسلو په باب معلومات ترلاسه کړي او د دې هېواد پرمختګ مخه ونيسي. امريکا په همدې موخه په چين کې د هر پوهنتون او ارګان کمپيوټر سيستم هېک کولو ته لېواله ده. د معلوماتو له مخې امريکايي هېکرانو د ووهان ښار د زلزلې د څارنې مرکز په کمپيوټري تجهيزاتو کې تېری کوونکی پروګرام غوره کړی او له دې لارې يې په غير قانوني توګه دغه تجهيزات کنترول او د زلزلې په باب يې معلومات غلا کړي چې همدغه څه د چين ملي امنيت ګواښلی دی.

په انټرنېټ کې دغه خبرې مروجې دي چې امريکا تل د ځينو کارونو له کبله پر نورو هېوادونو تور لګولی، خو دغه هېواد يا يې کړی او یا يې کوي. له يوې مودې راهيسې د امريکا څو تنو چارواکو پر چين تور لګولی چې پر امريکا يې انټرنېټي بريدونه کړي دي، خو د ووهان ښار د زلزلې د څارنې پر مرکز د امريکايي هېکرانو له تېری کوونکې کړنې څخه بيا ښکاري چې  امنيتي اندېښنې د شتون له امله امريکا په دوامداره توګه پر چين بې حسابه انټرنېټي بريدونه کړي او دغه هېواد واقعي هېکري مرجع ده.

د غیر مسؤلانه انټرنېټي بريدونو پر وړاندې د چين حکومت پر دغې کړنې سخته نيوکه کړې او د انټرنېټي امنيت د ساتلو لپاره به لازم تدبیرونه ونيسي. په ګردې نړۍ کې ټول سوله غوښتونکي دې يو موټی شي او په ګډه دې له انټرنېټي بادارۍ او بريدونو سره مخالفت وکړي. انټرنېټ د انسانانو ګډ کور دی او د بادارۍ لټولو ځای نه دی.