سختو سېلابونو د افغانستان په ختيځ کې ۴۶ کسان وژلي
CMG2023/07/27 11:15:33
شريکول:

د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختيځ  کې د جولای له ۲۰مې نېټې راهيسې سخت بارانونه شوي، چې له امله یې زړور سيلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۴۶ کسان يې وژلي دي.

خبر وايي، چې د روانې میاشتې په ۲۵مې نېټې په پروان ولایت کې سخت بارانونه شوي او زړور سيلابونه پکې راوتلي دي، چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي او شاوخوا ۲۰۰ کورونه، سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او سړکونه او ویالې يې ویجاړې کړې دي.

په ميدان وردګ ولايت کې بیا سختو سيلابونو ۳۲ کسان وژلي دي.

برسېره پردې، د جولای په ۲۰مې او ۲۱مې نیټې د افغانستان د پلازمینې کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ۴ کسان مړه شوي او په خوست ولایت کې يې بیا یو تن وژلی دی.