د کاناډا صدراعظم په کابېنې کې پراخ بدلون را وستلی
CMG2023/07/27 12:55:25
شريکول:

د کاناډا صدراعظم جاسټين ترودو د جولای په ۲۶ مې نېټې په کابینې کې پراخ بدلون راوستلی دی.

نوموړي د کاناډ د کابېنې له ۳۸ وزیرانو څخه ۷ یې له دندو ګوښه کړي او ۷ نوي وزیران يې ټاکلي دي او د ۲۳ وزیرانو دندې يې بدلې کړې دي.

ترودو د کاناډا نوی دفاع وزیر هم ټاکلی او د ځینو نورو ادارو دندې يې  تنظیم کړې دي.

ترودو په ۲۰۱۵م کال کې واک ته رسیدلی او له هغه وخت راهیسې يې په لومړي ځل په کابېنې کې ستر بدلون راوستلی دی.

نوموړي ويلي، چې د کابېنې نوي غړي به یې پر اقتصادي مسئلو تمرکز وکړي.

د کاناډا عامه افکار په دې اند دي، چې د کابینې اوسنی بدلون د لیبرال ګوند، چې اوسمهال د کاناډا په پارلمان کې لږ غړي لري، اته کلن ځنډ وروسته د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي.