عبدالله درې کلن و، چې د پولیو ښکار شوی، خو خپل همت یې نه دی بایللی.
نوموړی اوس ۲۳ کلن دی او د کندهار له يوې لرې سرحدي ولسوالۍ څخه کابل ته د زده کړو لپاره تللی دی.
زمونږ همکار د عبدالله د ژوند او زده کړو په اړه دا وېډيويي راپور چمتو کړی دی.