د چين دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمنې يې پنګ لي يوان د جولای د ۲۸مې نېټې په غرمه د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې د هغو نړيوالو مېلمنو د هرکلي مېلمستيا کړې، چې د محصلينو د ۳۱مې دورې په نړيوالو دوبنيو لوبو کې د ګډون لپاره چنګ دو ته تللي دي.
شي جين پينګ په يادې مېلمستيا کې وينا کړې او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب يې د ګډونوالو مېلمانو تود هرکلی کړی دی.
ټاکل شوې، د چنګ دو د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې به د جولای د ۲۸مې نېټې په ماښام په رسمي توګه پيل شي.
نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې چين د کرونا وبا په شمول د بېلا بېلو منفي اغېزو مخه نېولې او خپلې هغې ژمنې ته يې د عمل جامه اچولې، چې دغه لوبې به په برياليتوب سره ترسره کېږي. دغه راز چين به د نړۍ د ځوانانو د سپورټي چارو د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.