د کانادا په ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه د چاپېريال نړيواله پېښه ده
د کانادا په ځنګلونو کې بې ساری او پراخ اور لګېدلی، چې له امله یې هوا ککړه شوې او په لویې اندازې کاربن ډای اکسایډ يې ایستلی دی.
د کانادا د ځنګلونو ساتنې اطفائيې مرکز تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د جولای تر ۲۶مې نېټې پورې د دغه هېواد د ۱۲۱ زرو کيلومتره مربع په پراخوالي ځنګلونو کې اور لګېدلی دی، چې دغه اندازه د کوريا جمهوريت د خاورې له مساحت څخه زياته ده.
کارپوهانو اټکل کړی، چې د کانادا د ځنګلونو پراخې اورلګېدنې شاوخوا يو ميليارډ ټنه کاربن ډای اوکسايډ ايستلی، چې دا به د نړيوال اقليم په بدلون کې د پام وړ منفي رول ولري.