شي جين پينګ د ګرجستان له صدراعظم سره وکتل
CMG2023/07/28 15:12:38
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۸مې نېټې په چنګ دو ښار کې د ګرجستان له صدراعظم ګاريباشويلي سره کتلي او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې کړې دي.

ګاريیاشويلي د محصيلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون او له چين څخه د رسمي لېدنې په موخه چنګ دو ښار ته تللی دی.

شي جين پينګ د صدراعظم ګاريباشويلي هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې چين او ګرجستان د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو له ٣١ کلونو راهيسې سياسي متقابل اعتماد ساتلی او په بېلا بېلو همکاريزو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، چين ګرجستان ته د يو ښه دوست او ښه همکار په سترګه ګوري او د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت هوډ به يې د نړيوالو حالاتو له بدلونونو سره سره ټينګ او کلک وساتي.

شي جين پينګ ويلي، چين او ګرجستان به د صدراعظم ګاريباشويلي د سفر په درشل کې خپلمنځي سیاسي اړيکې، ستراتيژيکې همکاريزې کچې ته لوړې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين او ګرجستان دې د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريو د لا ښه پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ وکړي، د دواړو هېوادونو د پرمختګ او بيا سمسورتيا لپاره دې خپلمنځي مرستې وکړي او د انساني تمدن پرمختګ ته دې خوځنده ځواک ورکړي. (ژباړه: شکريه)