د ارام سمندر ټاپو هېوادونه د کوم هېواد انګړونه نه دي
CMG2023/07/28 10:53:48
شريکول:

د امریکې بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جولای په ۲۶مې نېټې په تونګا کې له رسنیو سره په خبرو کې پر چین تورونه لګولي او د ارام سمندر ټاپو هېوادونو په اړه يې ناسم کړه وړه ورپسې تړلي دي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۲۷مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې چین د ارام سمندر له ټاپو هېوادونو سره پاکې او رڼې همکارۍ لري، د مختلفو هېوادونو ملي حاکمیت او د پاملرنې وړ موضوعاتو ته درناوی کوي، همکارۍ يې په هېڅ سیاسي شرط پورې محدودې نه دي او نه هم کومه درېيمه خوا موخه ګرځوي او چارې يې د ارام سمندر د ټاپو هېوادونو د حکومتونو او خلکو له لوري ستايل شوې دي.

ماو نينګ ويلي، چې ياد ټاپو هېوادونه د کوم هېواد انګړونه نه دي او هيله يې ښودلې، چې امریکا د يادو هېوادونو له پرمختګ سره صمیمي برخورد او مرستې وکړي. (هیله)