ولې د امريکا لوړپوړو چارواکو په وار سره له جنوبي ارام سمندر سيمې څخه ليدنه وکړه؟
CMG2023/07/28 15:03:48
شريکول:

د جولای په ۲۶مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن په تونګا کې د امريکا د سفارت د  پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. دا د امريکا لومړی ځل دی چې له ياد هېواد سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۱ کلونو وروسته يې دلته خپل سفارت پرانيستلی دی. په همدې ورځ  د امريکا د دفاع وزير اوسټين له پاپوا نوې‌ګينې څخه ليدنه وکړه. ورپسې به هغوی د استراليا له سیال لوري سره نوبتي خبرې اترې وکړي.

په حقيقت کې امريکا غواړي چې له جنوبي ارام سمندر سيمې څخه د يادو دوو چارواکو د ليدنو له لارې په دې سيمه کې خپله اغېزه زياته کړي. له وروستيو دوو کلونو راهيسې د تش په نامه د (Indo Pacific Strategy) د ستراتيژۍ په غوره کولو سره امريکا په دې سيمه کې د خپلې اغېزې پياوړتيا ته لېواله ده.

په ۲۰۲۳م کال کې امريکا په سليمان ټاپوګانو کې خپل سفارت بيا پرانيستی چې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې تړل شوی و، او بيا يې په وار سره په تونګا او واناتو کې يې سفارتونه هم ځای پر ځای کړي دي. په ورته وخت کې امريکا هم له  مایکرونيزيا، پالاو او مارشل ټاپوګانو سره د(COFA) تړون د دوامدار تطبیق په هکله سلا مشوره وکړه او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکو شلو کلونو کې به له هغوی سره ۷.۱ ميليارده امریکايي ډالره مرستې وکړي. سربېره پردې جوبايډن د تېر کال په سپتمبر کې واشنګټن ته د ارام  سمندر سيمې مشرانو ته د تګ بلنې ورکړې او هلته يې د امريکا او د ارام سمندر سيمې د ټاپوګانو لومړۍ سرمشريزه تر سره کړه.

د امریکا دغې کړنې له اټکل څخه وتلې دي. تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا  د جنوبي ارام سمندر ټاپو هېوادونه د ذروي وسلو او اټومي کثافاتو د زېرمتون په توګه کارولی وو چې د ځايي خلکو روغتيا او ايکولوژيکي چاپېريال ته يې ډېر زیانونه رسولي دي. تر سړې جګړې وروسته د دې هېواد د حکومت په اند دغه سيمه هېڅ ستراتيژيک ارزښت نه درلود، نو تر زياتې اندازې پورې يې ورسره اقتصادي مرستې کمې کړې، هلته سفارتونه يې هم وتړل او له دغې سيمې څخه يې خپل رضاکار ټیمونه هم وايستل  چې له دې امله يې له دې سيمې سره اړيکې فعالې نه وې.

خو حالت کله بدل شوی؟ په وروستيو لسګونو کلونو کې چين د متقابل درناوي پربنسټ د ګډو ګټو د لټولو لپاره  د دې سيمې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ کړې چې همدا د دغو هېوادونو د حکومتونو او خلکو د هرکلي وړ ګرځېدلې ده. د بېلګې په توګه چين په ۲۰۱۹م کال کې له سليمان ټاپوګانو سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او له همدې وخت راهيسې دوه اړخيزې همکارۍ لا پياوړې شوې چې په ۲۰۲۲م کال کې دوه اړخيز سوداګريز ارزښت ۴۹۸ میليونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. اوس چين ته د دغو ټاپوګانو صادرات د دوی د عمومي صادراتو دوه په درېيمه برخه نيسي.

ځايي وګړي د ګډو ګټو پربنسټ د چين او جنوبي ارام سمندري ټاپوګانو ترمنځ له همکاريو څخه برخمن شوي، خو دا د امريکا د ستراتيژيکې اندېښنې سبب شوې ده. د (zero-sum game) د افکارو تر لارښوونې لاندې امريکا خپله پخوانۍ ستراتيژي بدله کړې او لوړ پوړيو چارواکو يې په پر له پسې توګه له دې سيمې څخه ليدنې وکړې او هم يې ژمنه کړې چې ورسره مرستې وکړي.

په چين کې هغه متل دی چې وايي «که کارونه په غير معقول ډول روان شوي وي، نو ښايي دسيسه به پکې شته وي.» ولې د امريکا لوړ پوړي چارواکو په مکرر ډول له دې سيمې څخه ليدنې وکړې؟ د دوی واقعي موخه څه ده؟ نړيوال پر دې ټکي ښه پوهيږي. د واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله مقاله کې داسې ليکي چې د امريکا د يادو کړنو موخه په دې سيمه کې د چين د مخ په زياتېدونکي جذابيت سره مقابله ده. د شنونکو په اند امريکا غواړي چې په دې سيمه کې د چين د موجوديت، ګټو او د چين او جنوبي ارام سمندر سيمې ترمنځ د همکاريو مخنيوی وکړي.

خو لکه څنګه چې د سليمان ټاپوګانو صدراعظم سيوسي سواليني ويلي و، هېڅ ځواک د ګډو ګټو پر بنسټ له چين سره د دوستانه همکاريو مخنيوی  نه شي کولای.