شي جين پينګ د ګويان له ولسمشر محمد عرفان علي سره وکتل
CMG2023/07/28 14:36:50
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۸مې نېټې په سهار په چنګ دو ښار کې د ګويان له ولسمشر محمد عرفان علي سره کتلي دي.

ولسمشر عرفان علي د محصلينو د ۳۱مې دورې د نړيوالو دوبنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون او له چين څخه د رسمي ليدنې په پار چنګ دو ښار ته تللی دی.

شي جين پينګ د ولسمشر علي هرکلی کړی او د نوموړي د دغه سفر يې ارزښتناک بللی دی.

شي جين پينګ ويلي، ګويان له تېرو څو کلونو راهيسې د انرژۍ صنعت د ودې په رڼا کې چټک اقتصادي پرمختګ کړی او د خلکو د ژوند کيفيت يې ښه شوی دی. چين د باکيفيته پرمختګ له لارې د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې دی او له ګويان سره د خپلمنځي همکاريو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين او ګويان تېر کال د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو پنځوسمه کليزه ولمانځله او په خبره یې، دواړه هېوادونه بايد هڅې وکړي، څو يو د بل د اعتماد وړ ملګري وګرځي او د فرصتونو او ننګونو پر وړاندې لاس يو کړي، همکارۍ او ګډ پرمختګ ومومي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.