د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل
CMG2023/07/28 11:05:44
شريکول:

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د جولای د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د چين د سه چوان ولايت چنګ دو ښار ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې نوموړی به د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او له چين څخه رسمي لېدنه وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ له نوموړي سره ليدلی او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ د خپل اندونيزيايي سیال هرکلی کړی، چې د چنګ دو د محصلينو د نړيوالو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې سږ کال د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د تطبيق لومړی کال دی او همدې حال کې، د چين حکومت د پرمختګ نوی چوکاټ جوړوي او اندونيزيا د ۲۰۴۵م کال د پلان د پوره کېدو لپاره هڅه کوي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ۱۰مه کليزه ده او په وينا يې، چين غواړي له اندونيزيا سره ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي او سيمې او نړۍ  ته نور زيات ثباتې او فعالې انرژۍ ورسوي.