د سوډان وسله وال پوځ له چټک ملاتړ ځواکونو سره مذاکرات وځنډول
CMG2023/07/28 11:04:55
شريکول:

د سوډان وسله وال پوځ د جولای په ۲۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي،‌ چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې يې د سوډان له چټک ملاتړ ځواکونو سره غير مستقيم مذاکرات ځنډولي دي.

اعلاميه وايي،‌ چې د سوډان وسله وال پوځ او چټک ملاتړ ځواکونه پر ځينو حساسو مسئلو لا هم توپيرونه لري.  

د سوډان پوځ له ياغيانو ((چټک ملاتړ ځواکونه)) څخه غوښتي، چې د پلازمېنې خرطوم له بېلابېلو سیمو، عمومي سړکونو، طبي ارګانونو او عامو تأسيساتو څخه ووزي، خو مقابل لوري ورسره هوکړه نه ده کړې او پر اوربند یې خبرې بې پایلې پای ته رسيدلې دي.