د چنګ دو د محصلينو د ۳۱مې دورې د نړيوالو دوبنيو لوبو پرانيستونکي مراسم د جولای د ۲۸مې نېټې په ماښام د چين د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې تر سره شول.
په دغو مراسمو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ هم ګډون کړی و او د چنګ دو د محصلينو د ۳۱مې دورې د نړيوالو دوبنیو لوبو د پیل اعلان یې وکړ او په دې سره یادې لوبې په رسمي توګه پېل شوې.