د امريکا اقتصاد په دوهمې ربعې کې ۲.۴ سلنه وده کړې
CMG2023/07/28 14:23:10
شريکول:

د امريکا سوداګرۍ وزارت د جولای په ۲۷مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د روان کال په دوهمې ربعې کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۲.۴ سلنه وده کړې، چې دا د لومړۍ ربعې د ورته شمېرې په پرتله ۲ سلنه زياتوالی ښيي.

د امريکا سوداګرۍ وزارت په دغه هېواد کې د خصوصي تصديو د پانګونې بيا لوړېدل او په غير استوګنيزو برخو کې ثابتې پانګونې زياتېدل د دوهمې ربعې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي عمده لاملونه بللي دي، خو په ورته وخت کې يې ويلي، چې په همدې ربعې کې په امريکا کې مصرفي لګښتونه، صادرات او حکومتي لګښتونه کم شوي، چې د پانګونې پر ګړندۍ کېدو يې منفي اغېزه کړې ده. 

د امريکا سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د اګست په ۳۰مې نېټې به د روان کال د دوهمې ربعې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت دوهم خپور کړي. (ژباړه: شکريه)