د اروپا مرکزي بانک د جولای په ۲۷مې نېټې د پولي تګلارې غونډه ترسره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د يورو په کارېدونکې سیمې کې درې مهم بانکي سود ۰.۲۵ سلنه لوړ کړي.
د اروپا مرکزي بانک د تېر کال په جولای کې د بانکي سود د لوړېدو بهير پيل کړی او له هغه وخت راهيسې يې ۹ ځلې بانکي سود لوړ کړی او په ټوليز ډول يې ۴.۲۵ سلنه زيات کړی دی.
د اروپا مرکزي بانک ويلي، چې د يورو په کارېدونکې سيمې کې د انفلاسیون ځیني شاخصونه ورو شوي، خو د انفلاسیون فشار يې لا هم سخت بللی دی.
د دوامدار لوړ بانکي سود له امله، پورونو ته د يورو کارېدونکو سيمو د تصديو اړتيا تر پخوا ډېر کمه شوې ده.
(ژباړه: شکريه)