د نايجر د وطن خونديتوب ملي کميټې (CNSP) د جولای په ۲۸مه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د نايجر د اساسي قانون تطبيق به وځنډول شي او د دې اساسي قانون له مخې جوړ شوي حکومتي سازمانونه به منحل شي. د دې هېواد د کودتا کوونکي پوځ مشر عبدالرحمن کياني د يادې کميټې د رئيس په توګه ياده اعلاميه لاسليک کړې.
ياده اعلاميه وايي، چې د نايجر د اساسي قانون تر بیا تطبيق مخکې، یاده کميټه به د عدالت او اداري چارو ټول حقونه خوندي کړي، د دې کميټې رئيس عبدالرحمن کياني به د نايجر ولسمشر وي او د دې هېواد په استازيتوب به نړیوالې چارې پر مخ بیایي.