روسيې او افريقايي هېوادونو د جولای په ۲۸مه د روسيې په ساينټ پيترسبورګ کې يوه اعلامیه خپره کړه، چې له مخې به يې د ډيالوګ همکاريز میکانيزم جوړ کړي، څو راتلونکی تګ راتګ دوام ومومي.
د روسيې ـ افريقا دوه ورځنۍ سرمشريزه د همدې ورځې په شپه پای ته ورسېده. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د افريقايي هېوادونو له مشرانو سره يوه اعلامیه تصویب او خپره کړه، چې پکې د سياست، امنيت، اقتصاد، خوراک او انرژۍ په برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ ټاکل شوي دي.
همداراز ياده اعلامیه وايي، چې روسيه او افريقا به د ډيالوګ همکاريز ميکانيزم او د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د ډيالوګ دايمي ميکانیزم جوړ کړي.