د خبر له مخې، امریکا به په اېپيک غونډې کې د هانکانګ مشر لي جيا چاو ته د ګډون بلنه ورنه کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۲۸مه يوې مطبوعاتي غونډې ته په دې اړه وویل، چې چين له امريکا څخه غواړي،چې سمدلاسه خپل غلطه کړنه سمه کړي، د لي جيا چاو په شمول د هانکانګ پر چارواکو بنديزونه لغوه ، د اېپيک کوربه هېواد مسئوليت پوره کړي او له عادت سره سم په ياده غونډه کې لي جيا چاو ته د ګډون بلنه ورکړي.
د امريکا یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، رسنیو ته ویلي، چې د بنديزونو له املهبه امريکا د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان (اېپيک) د مشرانو غير رسمي غونډه کې د هانکانګ مشر لي جيا چاو ته د ګډون بلنه ورنه کړي، کومه چې د سږکال په پای کې به په امريکا کې تر سره شي.
ماو نينګ وویل، چې امریکا بايد تضمين کړي، چې د چين د هانکانګ په شمول د اېپيک ټول غړي په دې غونډه کې ګډون وکړي، د اېپيک يووالی او همکارۍ دې خرابې نه کړي. چين به په دې غونډه کې د هانکانګ د ګډون مشروع حق خوندي کړي.