چین له امنیت شورا غواړي پر افریقايي هېوادونو بندیزونه ژر لغوه کړي
CMG2023/07/29 15:17:10
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۲۸مه په سوله ساتونکو  چارو کې د ملکي وګړیو د ساتنې په اړه د امنیت شورا په یوه غونډه کې وینا وکړه او له امنیت شورا څخه یې وغوښتل، چې پر اړوندو افریقايي هېوادونو دې بندیزونه ژر لغوه کړي. 

نوموړي وویل، سوله ساتونکې  چارې باید  د دې لپاره وي،  چې په دغو هېوادونو کې له امنیتي چلنج سره د مقابلې او د ملکي خلکو د ساتلو توان پياوړی کړي. د امنیت شورا له لوري لګول شویو بندیزونو له امله، د ملکي خلکو د ساتلو په اړه د یو شمېر افریقايي هېوادونو توان ډېر محدود شوی، نو داسې بندیزونه باید په نږدې وخت کې پای ته ورسول شي.

ده زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه باید له افریقايي هېوادونو سره دوستانه اړیکې ټينګې او له افریقايي هېوادونو دې ملاتړ وکړي، چې د نړۍ د سولې او امنیت د ساتلو لپاره نور زیات خدمتونه ترسره کړي. (هیله)