شي جين پينګ د بروندي له ولسمشر ايواريست اندايشيميي سره وکتل
CMG2023/07/29 10:15:39
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۸مې په ماسپښين د بروندي له ولسمشر ايواريست اندايشيميي سره وکتل.

ايواريست اندايشيميي د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو په مراسمو کې د ګډون او له چين څخه د ليدنې لپاره چنګ دو ته راغلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په کتنه کې وويل، چې د چين او بروندي ترمنځ همکاریو د بروندي د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې مثبت رول لوبولی دی. چين به د اړوندو مهمو همکاريزو پروژو د عملي کولو له لارې د بروندي د کرنیزو حاصلاتو له وارداتو څخه ملاتړ وکړي، د کرهنيزې ټېکنالوژۍ د نمونوي سيمو او اړوندو کارپوهانو رول به په ښه توګه وکاروي، په بروندي کې به د چيني تصديو پانګونې وهڅوي او هغې موخې ته د بروندي د رسیدو لپاره به له دغه هېواد سره مرستې وکړي، چې د غلو دانو په برخه کې پر ځان بسيا، خپلواک او دواملرونکی پرمختګ رامنځته کړي.

په دې کتنه کې د بروندي ولسمشر وويل، چې بروندي د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ، نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن په اړه د چين د وړانديزونو ټينګ ملاتړ کوي او له دې سره مخالفت کوي، چې ځينو هېوادونو د بشري حقونو په چارو کې دوه ګونه معيارونه غوره کړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې. اندايشيميي د  کرنې، کاني صنعت او مالدارۍ چارو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا هيله  وکړه.