د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنۍ نړیوالې لوبې په چنګ دو ښار کې پیل شوې
CMG2023/07/29 15:12:43
شريکول:

د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنۍ نړیوالې لوبې د جولای د ۲۸مې په شپه په چنګ دو ښار کې  پیل شوې. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او د دغو لوبو د پرانیستلو اعلان يې وکړ. د ځینو هېوادونو مشران او درنه مېلمانه هم په دغو مراسمو کې حاضر وو.

د چنګ دو ښار د دونګ ان هو په نوم د سپورتي پارک لوبغالی ،چې د دغو لوبو عمده لوبغالی بلل کېږي، له ښکلیو څراغونو  ډک دی. د پرانیستونکو مراسمو تر پيلېدو مخکې، د چنګ دو ښار د پوهنتونونو محصلینو په زړه پورې نندارې وړاندې کړې او په دې لوبغالي کې یې ډېره خوشحاله فضا جوړه کړه .

کله چې رئیس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي یوان د محصلینو د نړیوالې سپورتي ټولنې رئیس رینو ایډ سره دغه لوبغالي ته ننوتل ، د نندارچیانو لخوا یې تود هرکلی وشو.

د شپې په اتو بجو ۷ دقیقو، د ۱۱۳ هېوادونو او سیمو څخه راغلو د محصلینو لوبغاړو پلاویو د دغو لوبو پرانیستونکو مراسمو جوړونکي ستیډیوم ته ننوتل او د نندارچیانو له لوري یې تود هرکلی وشو. د چین پلاوی عموماً څه باندې ۷۰۰ تنه لري او پکې ۴۱۱ تنه لوبغاړي شامل دي، دوی به د دغو لوبو په ۱۸ ډولو لویو سیالیو کې برخه ولري.

د دغو لوبو د تشکیلاتي کمېټې رئیس هوای جین پینګ په یادو مراسمو کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د مختلفو هېوادونو او سیمو څخه د راغلو لوبغاړو، لارښوونکو او چارواکو په شمول ټولو مېلمنو ته تود هرکلی ووایه او هیله يې وښوده، چې ټول لوبغاړي به په سږنیو لوبو کې د سپورتي روحیې پوره مراعات وکړي، خپل توان به بشپړ وښيي او خپلمنځۍ دوستۍ به لا ټينګې کړي.

دغه راز د محصلینو د نړیوالې سپورتي ټولنې رئیس رینو ایډ هم په یادو مراسمو کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د چین له حکومت، له سه چوان ولایت او چنګ دو ښار او د دغو لوبو له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې دغه درنې سپورتي لوبې يې چمتو کړې.

رئیس شي جين پينګ د شپې په ۹بجو ۱۶ دقیقو اعلان وکړ، چې د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنۍ نړیوالې لوبې په چنګ دو ښار کې پرانیستل شوې! په دې سره په ټول لوبغالي کې د خوښۍ او خوشحالۍ احساسات اوج ته پورته شول.

په دې مراسمو کې د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او د ده مېرمن ایریانا جوکو ويبوو، د موريتانيا ولسمشر محمد ګازواني، د بروندي ولسمشر ايواريست اندايشيميي، د ګويان ولسمشر محمد عرفان علي او د ګرجستان لومړي وزیر جربشویري هم   ګډون کړی و.