افریقایي ټولنه: د نیجر پوځ دې په ۱۵ ورځو کې د اساسي قانون حکومت قايم کړي
CMG2023/07/30 11:57:31
شريکول:

د افریقایي ټولنې د سولې او امنیت شورا د جولای په ۲۹مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې دنیجر پوځ باید په غیر مشروط ډول پوځي کمپونو ته راستانه شي او په ۱۵ ورځو کې دې د اساسي قانون حکومتبرحال کړي.

د افریقایي ټولنې د سولې او امنیت شورا په اعلامیه کې د نیجر د ولسمشر محمد بازوم او نورو بندیانو د سمدستي اوغیر مشروط ډول خوشي کولو غوښتنه کړې او د بشري حقونو درناوی او د دوی د رواني او جسمي روغتیا ساتنې غوښتنه هم کړې. اعلامیه خبرداری ورکوي چې که د بندیانو حقونو ته درناوی ونه شي، یاده شورا به اړین تدبیرونهونیسي او عاملینو ته به سزا ورکړي.