په پاکستان کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې سختو بارانونو لږ تر لږه ۱۷۳ کسان مړه کړي
CMG2023/07/30 11:56:45
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو ملي ادارې د جولای په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د جون له ۲۵مې نېټې راهيسې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سيلابونو لږ تر لږه ١٧٣ تنه مړه کړي او ۲۶۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

پنجاب ايالت تر ټولو سخته ځپل شوې سيمه ده، چېرته چې د سختو بارانونو له امله سېلابونو لږ ترلږه ۶۷ کسان وژلي دي. په ټول پاکستان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۴۸۵ کورونه ویجاړ شوي، ۴۷۵ څاروي له منځه تللي او په شمالي او شمال لوېدیځو سیمو کې ډېر سړکونه د سېلابونو او د ځمکو ښویېدو له امله تړل شوي دي.