شي جين پينګ: نړیواله ټولنه دې د سپورټ او ورزش له لارې یووالی وهڅوي
CMG2023/07/30 08:40:38
شريکول:

د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنۍ نړیوالې لوبې د جولای په ۲۸مه د چین په چنګ دو ښار کې پیل شوې. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې يې وغوښتل، چې نړیواله ټولنه دې د سپورټ او ورزش له لارې یووالی پرمخبوزي او له نړیوالو ننګونو سره دې په ګډه مقابلې وکړي.

سپورټ او ورزش د انسانانو د متقابل تفاهم او دوستۍ د زیاتېدو یو مهم پل دی. د محصلینو د نړیوالې سپورتي ټولنې بنسټ ايښودونکي پاول شلیمیر ۶۲ کاله مخکې د محصلینو د نړیوالو لوبو په اړه شعار وړاندې کړ، چې د دوستۍ لویه غونډه يې بللې. رئیس شي جين پينګ وویل، چې دغه شعار او اصول نه یوازې د محصلینو د سپورټي لوبو لپاره روحي الهام برابروي، بلکې د نړۍ، زمانې او تاریخ له بدلون سره یې د مقابلې لپاره ګټور وړاندیز برابر کړی دی.

اوس د نړۍ پر وړاندې بې ساری لوی بدلون روان دی، نړیوالې ترینګلتیاوې مخ په سختېدو دي او د نړۍ په ځینو سیمو کې دوامدارې جګړې روانې دي. نړیوال باید څنګه په ګډه له دغو ننګونو سره مقابله وکړي، دا یوه بېړنۍ مسئله ده.

رئیس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دغې پوپښتنې ته ځواب ورکړ، چې موږ باید د سپورټ او ورزش له لارې یووالی وهڅوو او د نړیوالې ټولنې لپاره فعال ځواک  برابر کړو. نړیواله ټولنه دې په یووالي سره د اقلیمي بدلون، د غلودانو بحران او ترهګرۍ  په شمول له نړیوالو ننګونو سره په ګډه مقابلې وکړي او د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره دې اغېزمنې همکارۍ وکړي.

ده همداراز وویل ، چې په سپورټ او ورزش کې د ستونزو په لیرې کولو سره لوړې موخې ته د رسېدو ټینګه روحیه د انسانانو له لوري د ننګونو د حلېدو په بهیر کې له کوښښونو سره سمون لري. د اولمپيک لوبو سل کلن شعار په ۲۰۲۱م کال کې پر لومړي ځل اصلاح شوی، چې پکې د نور چټک، نور لوړ او نور پياوړتیا پر بنسټ نور یووالی  ور زیات شوی. اوس په نړۍ کې هر یو هېواد په خپله ننګونې او ستونزې نه شي حلولی، سپورټي لوبې د مختلفو هېوادونو د دیالوګ او تبادلې د پياوړتیا لپاره ښه زمینه برابروي.