د محصلينو د سپورټ نړیوال اتحاد سرپرست مشر ليونز ايدر: د چنګ دو د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې نه يوازې سپورټي سيالۍ دي، بلکې کلتوري او ښوونيزه غونډه ده
CMG2023/07/30 12:27:33
شريکول:

د محصلينو د سپورټ نړیوال اتحاد سرپرست مشر ليونز ايدر د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو له پېل مخکې د چين د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د چنګ دو د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې نه يوازې سپورټي سيالۍ دي، بلکې کلتوري او ښوونيزه غونډه هم ده.

ليونز وويل، چې د چنګ دو د محصلينو د نړيوالو دوبنيو لوبو شعار " په چنګ دو کې د خوب رښتیا کېدل " دی او پکې د زرغون ښار، چاپيريال ساتنې او دواملرونکي پرمختګ په شمول موضوعات شامل دي. د محصلينو پخوانيو نړيوالو لوبو يوازې د سپورټي سياليو جوړولو پر محور راڅرخېدلې، خو د چنګ دو د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې هراړخيزو چارو ته ګرځېدلي او د کلتور، سپورټ، ښوونې او کلتوري ميراث يې په دغو لوبو کې شامل کړي دي.

د 5G، کلاوډ کمپيوټين (cloud computin) او AI په شمول زيات پياوړې ټېکنالوژۍ د چنګ دو د محصلينو په نړيوالو دوبنيو لوبو کې کارول کيږي، ليونز په دې اړه وويل، دغه لوبې زموږ لپاره د متقابلو زده کړو او د تجربو د تبادلې ښه زمينه برابره کړې او دا به وښيي چې د ځېرک او عصري کېدو ټېکنالوژۍ به د محصلينو سپورټي لوبو، ښارونو او ورزش ته بدلونونه او پرمختګونه ورسوي.