سږکال د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر له لس زرو څخه اوښتی دی
CMG2023/07/30 12:32:48
شريکول:

د چين د رېل پټلۍ ګروپ د معلوماتو له مخې، يو باروړونکی اورګاډی د جولای د ۲۹مې نېټې په سهار ۱۰ بجو او ۱۸ دقيقو د دغه هېواد له يي ون ښار څخه د هسپانيا مادريد ته خوځېدلی او په دې سره په روان کال کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسېدلی دی، چې د دغو باروړونکو اورګاډيو له لارې يو ميليارډ او ۸۳ زره معياري کانتينرونه ليږد راليږد شوي، چې دغه رقم د ې تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۷ زياتوالی ښيي.