په خیبر پښتونخوا کې ځانمرګي بريد ۴۴ کسان وژلي
CMG2023/07/31 13:28:06
شريکول:

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جولای په ۳۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د خيبر پښتونخوا په باجوړ سیمې کې د مولانا فضل الرحمن د جمعيت علمای اسلام ګوند په يوې سیاسي غونډې کې ځانمرګی برید شوی، چې له امله يې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان دي.

تراوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې.

خبر وايي، چې په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام ګوند کابو ۴۰۰ غړي په يوې سیاسي غونډې کې راټول شوي وو، چې ياد ځانمرګی بريد پرې شوی دی.

 (هیله)