د ترکیې دفاع وزارت د جولای په ۳۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې څو ورځې مخکې د سوریې په شمال لوېديځ کې د کرد کارګرو ګوند او د خلکو ساتونکي پوځ ۱۲ وسلوال وژلي دي.
د ترکیې دفاع وزارت په يادې اعلاميې کې ويلي، چې دغو ۱۲ اورپکو د یوفراټيس سیند ډال په نوم د غورځنګ پر سیمې برید کړی و او اوس د ترکیې امنیتي ځواکونو ياد کسان د سوریې په شمال لوېديځ کې په پوځي عملیاتو کې وژلي دي.
ترکي ځواکونو د ۲۰۱۶م کال په اګیست کې د یوفراټيس سیند ډال په نوم غورځنګ پیل کړی او د داعش ضد د مبارزې او د سوریې په شمال کې د کردانو پوځي ډلې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د سوریې شمال لوېدیځ ته ننوتلي دي.
(هیله)