په مصر کې د فلسطین د سیاسي ډلو ترمنځ غونډه شوې
CMG2023/07/31 13:24:32
شريکول:

د فلسطین د سیاسي ډلو ترمنځ غونډه د جولای په ۳۰مې نېټې د مصر په نوي العلمین کې ترسره شوې ده.

د فلسطین ولسمشر او د فتح سازمان رئیس محمود عباس د يادې غونډې مشري کړې او ګډونوالو ته يې وړانديز کړی، چې د هېواد د سیاسي ډلو ترمنځ د ډیالوګ یوه کمېټه جوړه کړي او د فلسطین په دننه کې یووالی راولي.

عباس په وروستۍ اعلامیې کې ياده غونډه د فلسطين د سیاسي ډلو ترمنځ د ډیالوګ لومړی او مهم ګام بللی او هيله يې ښودلې، چې د غونډې ګډونوال به ټاکلې موخې ژر پوره کړي.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وړاندیز کړی، چې يوه داسې کمېټه جوړه کړي، چې د مختلفو سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي او د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي. 

عباس د مصر له ولسمشر عبدال فتح السیسي څخه له يادې غونډې د ملاتړ په پار مننه کړې او په ورته وخت کې يې د چین، اردن، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او روسیې په شمول له ځينو هېوادونو هم مننه کړې ده، چې د فلسطین په داخل کې يې د یووالي لپاره کوښښونه کړي دي. (هیله)