جاپاني کارپوهان: حکومت دې پر نورو هېوادونو د تېري تاريخ ته بيا کتنه او د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي
CMG2023/07/31 12:50:46
شريکول:

د جاپان ۷۳۱ پوځ د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې پر چين سخت تېری او له نړيوال قانون څخه ښکاره سرغړونه کړې او د چينايانو په مقابل کې يې ميکروب لرونکي جنګونه کړي دي، چې په دې جملې کې يې په چين کې پر چينايانو د ميکروب لرونکو وسلو د څيړلو په موخه غير انساني ازموينې ترسره کړې دي. دا د جاپان ۷۳۱ پوځ غير انساني جنايت کارانه کړه وړه دي، چې خلک يې د شیطان په نوم يادوي.

د افسوس وړ ځای دا دی، چې د جاپان حکومت د دوهمې نړيوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، د خپل ۷۳۱ پوځ د جرمونو د پټولو په هکله زيات مهم اسناد پټ ساتلي دي، خو ګڼو جاپاني کارپوهانو بیا د حقیقت او رښتيا موندلو په پار خپلو کوښښونو ته دوام ورکړی او د واقعيتونو له مخې يې تاريخي شاهدۍ ورکړې دي او د جاپان له حکومت څخه يې بیا بیا غوښتي، چې تاريخ ته سم وګوري او خپلو جرمونو ته بيا کتنه وکړي.

۸۱ کلن سېفو نيشياما د جاپان د شيګا طبي پوهنتون وياړمن پروفيسور دی. نوموړي د تېرې پيړۍ په پای کې د جاپان ۷۳۱ پوځ د جرمونو تاريخي اسنادو ته پاملرنه کړې او له تېرو دوو لسيزو راهيسې يې څيړلي دي.

پروفيسور نيشياما ويلي، چې ډېرو دقيقو اسنادو دا په ډاګه کړې، چې د جاپان ۷۳۱ پوځ په چين کې ميکروب لرونکي وسلې جوړولې او عامو چينايانو او چيني عسکرو ته يې بدني زيانونه رسولي دي. نوموړي د جولای په ۳۰مې نېټې د جاپان د ناګانو ولسوالۍ د ليدا د سولې په يادونځي کې(تاريخي متون د ۷۳۱ پوځ حقیقتونه په ډاګه کوي) يوه وينا کړې ده.

پروفيسور نيشياما ويلي، چې نوموړي د جنګي طب په هغې څیړونکې ټولنې کې ګډون درلود، چې په ۲۰۰۰م کال کې جوړه شوې ده. د دغې ټولنې د طبي کارپوهانو، ډاکټرانو او د نورو برخو د کارپوهانو په شمول ګڼ ګډونوال يې هيله لري، چې لا زيات تاريخي شواهد او حقیقتونه د بشر پر وړاندې راڅرګند شي.

د جاپان د بېلا بېلو ځايونو څه باندې ۱۵۰ کسانو د ښاغلي سېفو نيشياما وينا ته ناست وو او په جدي توګه يې خپلمنځي بحثونه وکړل.

د غونډې ډېرو ګډون کوونکو په خپلو ويناوو کې څرګنده کړې، چې د جاپان د ۷۳۱ پوځ پر جرمونو ناقابل انکار حقيقت دی. د جاپان د حکومت هغه کړه وړه د حيرانتيا وړ او غوسه پاروونکي دي، چې د دغه پوځ جرمونه پټوي او په حقیقت کې پر خلکو لوبې کوي. که راتلونکی نسل يوازې پر تاريخ سم وپوهېږي، نو سمه تاريخي نظريه به ولري او بشر به رښتيني سوله ييز راتلونکی ولري.

يوې ګډون کوونکې په خپلو خبرو کې ويلي، هغه پر دې غوسه ده، چې تر اوسه پورې ولې ډېر زيات تاريخي اسناد پټ ساتل شوي او په وينا يې، د خوښې وړ ځای دا دی، چې ډېر څيړوونکي په دې مناسبت تحقيقاتو ته دوام ورکوي. دا به د جاپانيانو هيڅکله هير نه شي، چې په چين کې يې غيرانساني جرمونه کړي دي. دا زموږ دنده ده، چې نسلونو ته رښتيا ورسوو.

که څه هم دا ناقابل انکار حقيقت دی، چې د جاپان ميلتاريزم د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې جنګي جرمونه کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې په جاپان کې د تيري کوونکي تاريخ د پټولو، د جنګي پړې د نه منلو، د سولي اساسي قانون د تعديلولو په لوري ګامونه پورته شوي او حتی په لويې اندازې يې د ملي دفاع لګښتونه زيات شوي دي.

ښاغلي سېفو نيشياما له دې سره ټينګ مخالفت کړی او د جاپان له حکومت څخه يې غوښتي، چې د سولې اساسي قانون مراعات کړي او د سوله ييز پرمختګ پر لارې جدي ټينګار ولري.

نوموړي د پوځي تجهېزاتو او لګښتونو له زياتوالي سره هم ټينګ مخالفت ښودلی او په وينا يې، جاپان بايد پر نورو د پوځي ګواښ د قوي کېدو مفکوره له لاسه ورکړي او خپله پوځي بوديجه بايد پر نورو برخو ولګوي.

نوموړي زياته کړې، چې جاپان بايد د سولي اساسي قانون روحيې ته درناوی ولري او د اوسني کړه وړه يې له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او سرغړونه کوي.