پوتين: روسیه له اوکراين سره د سولې خبرې نه ردوي
CMG2023/07/31 14:38:29
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ٢٩مې نېټې په ساينټ پيترزبورګ کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې هېواد يې له اوکراين سره د سولې خبرې نه دي رد کړي.

پوتين د روسيې ـ افريقا دوهمې دورې سرمشريزې غونډې وروسته يو خبري غونډې ته وينا کړې ده.

د روسيې ـ افريقا دوهمې دورې سرمشريزه د روسیې په ساينټ پيترزبورګ ښار کې د روانې مياشتې له ۲۷م څخه تر ۲۸مې نېټې پورې ترسره شوه.

 پوتین د جولای په ۲۹مې نېټې خبريالانو ته ويلي، چې اوکراین له روسیې سره د خبرو اترو د منع فرمان صادر کړی، خو روسیې ورسره له خبرو ډډه نه ده کړې او په خبره يې، دواړه لوري باید له هوکړې وروسته خبرې پېل کړي.