د جاپان په فوکوشيما ولسوالۍ کې يو شمېر خلکو د جولای د ۳۰مې نېټې په ماسپښینې لاريون کړی او سمندر ته د فوکوشيما اټومي ککړو اوبو د ایستلو په هکله يې د جاپان د حکومت له پرېکړې سره کلک مخالفت ښودلی دی.
په دغه لاريون کې د کوریا جمهوریت د غیرواکمنو ګوندونو وکیلانو او د ښاري ډلو غړو هم ګډون کړی و.
لاريونوالو خبري رسنيو ته ويلي، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ایستلو بهیر ښايي لسګونه کاله وخت ونيسي او دا به د ګردې نړۍ پر سمندري چاپېریال سخته منفي اغېزه وکړي.
د کوریا جمهوریت د ښاریانو استازو خبري رسنيو ته ويلي، چې سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو د ایستلو پلان يو جرمي عمل دی او منفي اغېزې يې د هېوادونو او سیمو سرحدونه نه پېژني او ټولو ته به زيانونه ورسوي.
دوی د جاپان له يادې کړنې سره کلک مخالفت ښودلی او په وينا يې، نړیوالې ټولنې ته به خپل غږ ورسوي.
(هیله)