د سږکال په لومړۍ نیمايي کې د چين ټرانسپورټي چارې سمسورې وې
CMG2023/07/31 15:04:20
شريکول:

د چين ټرانسپورټ وزارت د جولای په ۳۱مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نيمايي کې د هېواد ټرانسپورټ احيا او ښه والی ښودلی او اقتصادي پرمختګ یې په خوځښت را وستلی کړی دی.

د مالوماتو له مخې، چين د سږکال په لومړۍ نيمايي کې د ټرانسپورټي تاسيساتو په ابادۍ کې ۱۸۳۰ ميليارډه يوانه لګولي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹،۱ سلنه زيات دی.

د سږکال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د چين د بندرونو له لارې د ۸ ميليارډو او ۱۹۰ ميليونو ټنو په اندازه مالونه ليږد راليږد شوي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زياتوالی ښيي او په همدې مودې کې ۱۵۰ ميليونه کانټينرونه بندرونو ته داخل او يا ترې وتلي دي، چې دا رقم بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۸ سلنه زياتوالی ښيي.