د لوېديځې افريقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې (ECOWAS) مشرانو د جولای په ٣٠مې نېټې د نايجيريا په پلازمېنې ابوجا کې يوه بېړنۍ غونډه کړې او د نايجر له کودتا کوونکي پوځ يې غوښتي، چې په يوې اوونۍ کې ولسمشر محمد بازوم خوشې او د ولسمشرۍ دنده دې بېرته ورته وسپاري.
د ايکواس(ECOWAS) مشرانو له غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او د نایجر پوځ له لوري د دغه هېواد د اساسي قانون د لغوه کولو هڅه او د بازوم او نورو کسانو غیرقانوني توقیف يې په کلکو ټکو غندلی دی.
ايکواس په اعلاميې کې د نايجر له کودتا کوونکي پوځ څخه غوښتي، چې ډېر ژر بازوم خوشې او بېرته دې د ولسمشرۍ واک ورته وسپاري او د دغه هېواد اساسي قانون ته دې درناوی وکړي. که غوښتنې يې په يوې اوونۍ کې ونه منل شي، نو پر وړاندې به یې د نظامي مداخلې په شمول هر ډول اقدامات غوره شي او په نایجر کې به اساسي قانون ته بیا د عمل جامه واچول شي.
د ايکواس(ECOWAS) مشرانو هوکړه کړې، چې سمدلاسه به پر کودتا کوونکي پوځ بندیزونه ولګوي.