امنيت ساتونکي له پېښې وروسته سيمې ته رسېدلي
د فرانسې اې اف پي خبري اژانس د جولای په ۳۱مې خبر ورکړی، چې داعش د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د شوې چاودنې پړه پر غاړه اخیستې ده.
د خيبر پښتونخوا په باجوړ سیمې کې د جولای په ۳۰مې د مولانا فضل الرحمن د جمعيت علمای اسلام ګوند په يوې سیاسي غونډې کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۵۴ کسان ووژل شول او له سلو زیات ټپيان شول.
په دغې غونډې کې سلګونو خلکو ګډون کړی و.
(هیله)