چین د ځینو ډرونونو او تجهيزاتو صادرات محدودوي
CMG2023/08/01 14:54:59
شريکول:

د چین سوداګرۍ وزارت، د ګمرکاتو عمومي ادارې، د دفاعي تخنیک او صنعت ادارې او د چین کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کمیسیون د پرمختګ څانګې د جولای په ۳۱مې نېټې د ډرونونو د صادراتو د محدودولو په اړه دوې ګډې اعلاميې خپرې کړې دي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند خبري رسنيو ته ويلي، چې د چین حکومت د نړۍ د امنیت او د سیمې د ثبات لپاره تل کوښښونه کوي او په پوځي موخه د ملکي ډرونونو له کارولو سره کلک مخالفت کوي.  

نوموړي ویلي، د چین یادو ارګانونو د ځینو ډرونونو د ځانګړو اېنجنونو، مخابراتي تجهیزاتو او د ډرونونو ضد ملکي سیسټم په شمول د بېلا بېلو تولیداتو او توکو پر صادراتو محدودیتونه غوره کړي او د ځینو هغو ډرونونو پر صادراتو يې، چې عام وګړي یې د عکس اخيستلو او ساتېري لپاره کاروي، هم دوه کلن لنډمهاله محدوديتونه لګولي دي او په عین وخت کې يې دا هم منع کړي، چې ملکي ډرونونه باید په پوځي موخه صادر نه شي.

 چين به خپله دغه تګلاره د راتلونکي سپتمبر ۱ نېټې څخه تطبیق کړي.

 (هیله)