اسلام اباد کې کارګر د يوې لارې پر غاړه د سپيک د لسمې کليزې په وياړ يوه لوحه دروي
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳۱مې نېټې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د لسمې کلیزې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د لسمې کلیزې لمانځغونډه د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې تر سره شوې ده.
شي جين پينګ د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له مهمو او لومړيو پروژو څخه بللی دی. نوموړي ويلي، چې د دغه دهلیز د ابادۍ کارونه په ۲۰۱۳م کال کې پېل شوي او د خپلمنځي سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډ شراکت په اصولو يې اباد کړی او د پاکستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته یې نوی قوت ورکړی دی.
شي جين پينګ په پیغام کې ويلي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د سیمه ییزې تبادلې او يووالي بهير ته هم ښه بنسټ برابر کړی دی.
د چين او پاکستان اقتصادي دهليز په هرې برخې کې د دواړو هيوادونو ستراتيژيکې دوستانه اړيکې څرګندوي او په نوې زمانې کې يې د چين او پاکستان د ګډ راتلونکي ټولنې د جوړولو لپاره مهم ملاتړ برابر کړی دی.
نوموړي په پيغام کې په ټينګار ويلي، که د نړۍ حالات هر څنګه بدليږي، خو چين به تل د پاکستان تر څنګ ولاړ وي او د دواړو هېوادونو او سيمې د سولې او سمسورتيا لپاره به لا زياتې مرستې وکړي.