د میانمر د دفاعي او امنیتي چارو کمېټې د جولای په ۳۱مې نېټې په یوې غونډې کې پرېکړه کړې، چې په هېواد کې روان بېړنی حالت ۶ میاشتې نور هم وغځوي.
د میانمر د دفاعي او امنیتي چارو کمېټې په همدې ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندان په يادې غونډې کې د ملي ادارې کمیسیون د تېرو ۶ میاشتو د کارونو او د راتلونکي کال د اړتیاوو په اړه یو راپور وړاندې کړی او غړو يې له بحث وروسته هوکړه کړې، چې په هېواد کې روان بېړنی حالت د راتلونکي اګیست له لومړۍ نېټې څخه ۶ میاشتې نور هم وغځوي، څو د دفاعي ځواکونو عمومي قوماندان خپلې دندې بشپړې کړي.
(هیله)