افغانستان له لوړې تودوخې او وچکالۍ کړيږي
CMG2023/08/01 10:56:33
شريکول:

افغانستان له لوړې تودوخې او وچکالۍ او خلک یې د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دي.

د هوا لوړې تودوخې او وچکالۍ په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.

افغانستان له پر له پسې څلورو کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخ دی او د ځمکې لاندې د اوبو کچه يې په ټیټېدو ده.

په افغانستان کې روان کال ډېر ګرم او وچ دی، خلکو ته يې د اوبو رسېدل ستونزمن شوي او ډیری ځایونو کې يې پر اوبو محدودیتونه لګيدلي او خلک يې مجبور شوي، چې په لوړې بیې اوبه واخلي.
د برېتانیا بریسټول پوهنتون د یوې تازه څېړنې پایلې خپرې کړي، چې له مخې يې د نازک اقتصادي وضعيت لرونکي هېوادونه او سیمې لکه افغانستان، نوې پاپوا ګېنه او د منځنۍ امریکا ځیني هېوادونه به د سختې ګرمې له جدي پایلو سره مخامخ شي. (ژباړه: شکريه)