عبدالفتاح السيسي او محمود عباس د فلسطين پر ملي روغې جوړې او ځينو نورو مسایلو غږيدلي دي
CMG2023/08/01 14:11:56
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د جولای په ۳۱مې نېټې د مصر په نوي العلمین ښار کې د فلسطین د مختلفو سیاسي ډلو ترمنځ د غونډو له ترسره کولو او د اړوندو مسئلو د حل په پار له هر ډول بحث هرکلی کړی دی.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای په ٣١مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ د فلسطين له ولسمشر او د فتح سازمان له رئیس محمود عباس سره کتلي دي.

اعلاميه وايي، دواړو مشرانو د روانې مياشتې په ۳۰مې نېټې په مصر کې د فلسطين د مختلفو سياسي ډلو ترمنځ د شوې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

په اعلاميې کې د محمود عباس په قول ویل شوي، چې يادې غونډې د فلسطين د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د ډيالوګ او تبادلې فرصتونه برابر کړي دي.