بېجينګ کې يو ژغورونکی موټر سيلاب ځپلو ته مرستې رسوي
د چين دولت رئيس شي جین پینګ د اګست په لومړۍ نېټې اړوندو ادارو ته د سیلاب ځپلو د ژغورلو چارو لارښوونه او هدایت کړی دی.
د چين يو شمېر سيمې د توپان له امله اغېزمنې شوي او سخت بارانونه پکې اوري او په ګڼو سیمو کې يې زړور سېلابونه او طبيعي پېښې رامنځته شوې دي.
سختو بارانونو او سيلابونو د چين د پلازمېنې بېچينګ ښار او څنګلوري هه بې ولایت په ګډون د يو شمېر نورو سيمو خلکو ته د سر او مال زيانونه رسولي دي.
شي جين پينګ د چين اړوندو ادارو ته امر کړی، چې په ټول توان سيلاب ځپلي خلک وژغوري، د ټپيانو درملنه وکړي او د مړو کسانو له کورنيو سره غمشريکې وکړي او همدا رنګه تر وسې پورې د خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي، زیانمن خلک خوندي ځايونو ته انتقال کړي، د سېلاب ځپلو سيمو ترافيکي، مخابراتي او برېښنايي بنسټيز تاسيسات په بېړه بيا ورغوي او د ژوند او توليد نظام ژر ترژره بېرته عادي حالت ته وګرځوي.