بېجينګ: د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملياتي پلان څخه ټينګ ملاتړ کوو
CMG2023/08/01 09:55:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۳۱مه نېټه د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د شوي ځانمرګي بريد په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د دې پېښې په اړه حيرانيتا او له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت ښودلی، د دغه بريد سخته غندنه يې کړې او د وژل شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو ته تسلیت او همدردي څرګنده کړې.

نوموړي‌ زياته کړې، چې چين د ترهګرۍ ضد د ملي عملياتو پلان د تطبيق، د ترهګرۍ د له منځه وړلو، د ټولنيز ثبات د ساتنې او د خلکو د ژوند او امنيت د خونديتوب په برخو کې د پاکستان د کوښښونو ټينګ ملاتړ کوي.